د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۳
..

دوشنبه ( د ۱۴۴۷ د شعبان ۱۴مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د دې کمېسیون د مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول، په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې، هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۳۲۰ټوکو صادره او وارد شویو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۲۵ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي، همدارنګه د امیري خپرندویې له مسوول او د احدي یوټیوب چینل له مسوول سره د هغوی د ستونزو په اړه بحث او اړینې پریکړې وشوې.

۱۴۰۴/۱۱/۱۳ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS