د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۰
...

دوشنبه د (۱۹ د جمادي‌ الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په حضور کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ او د کمېسیون لاسته‌ راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونو چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره يې سمون درلود، د چاپ اجازه ترلاسه کړه، همدارنګه د ۵۰ بېلابېلو عنوانونو لرونکو صادره شوو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۲۰ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسيون ته د ارزيابۍ په موخه سپارل شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو راپورونه يې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي، همدارنګه د چاپ مخکې اثارو او کتابونو د راپورونو د ترتیب څرنګوالي او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او نظرونه تبادله شول.

۱۴۰۴/۸/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د فرهنګ او هنر معین د افغانستان د علومو اکاډمۍ له عمومي رئیس سره وکتل 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ له عمومي رئیس شیخ الحديث مولوي فریدالدین محمود سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

د لوګر ولايت محلي موزیم ته څلور تاریخي آثار وسپارل شول

د لوګر ولايت دوو تنو اوسېدونکو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند محلي موزیم ته څلور قلمه لرغوني آثار، چې تاریخي مخینه یې اسلامي دورې ته رسیږي وسپارل شول.
د لوګر ولايت د محلي موزیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار په. . .

BACK TO NEWS