د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه
دوشنبه (۱۴۴۷ د محرم الحرام ۱۳مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۱۶ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۲۱ ټوکه صادر او وارد شوۍ کتابونو وارزول شول او ۲۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
همدارنګه، د صادر شویو اخبارونو کلکسیونونه او ځینې دفتري اسناد وارزول شول او د نظرونو له څرګندولو وروسته یې په اړه اړینې پریکړې وشوې.
۱۴۰۵/۴/۸ هـ ش
