د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۱:۱۹
د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه 

 

نن دوشنبه ( ۱۴۴٥/٢/٤ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعات او کلتور وزارت، د دولتي ورځپاڼو، پر نشراتو د څار، د بیهقي کتاب خپرولو، د دعوت او ارشاد رئیس صاحبانو او  د پوهنې وزارت، د علومو اکاډمۍ، د حج او اوقافو، د امر بالمعروف، د لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل. 
په دغه کمېسیون کې د يو ټوک ترکي تفسیر شریف چې هېواد ته وارد شوی و، ارزونه تر سره شوه او هغه کتابونه چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته د ارزونې لپاره ورکړل شوي وو، راټول شول.
همدارنګه د شپږو میاشتو په دوران کې د کتاب ارزونې کمېسیون د فعالیتونو او کارونو بررسي هم تر سره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS