د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
نن دوشنبه ( ۱۴۴٥/٢/٤ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعات او کلتور وزارت، د دولتي ورځپاڼو، پر نشراتو د څار، د بیهقي کتاب خپرولو، د دعوت او ارشاد رئیس صاحبانو او د پوهنې وزارت، د علومو اکاډمۍ، د حج او اوقافو، د امر بالمعروف، د لوړو زده کړو وزارت، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې مثبتې وارزولې او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل.
په دغه کمېسیون کې د يو ټوک ترکي تفسیر شریف چې هېواد ته وارد شوی و، ارزونه تر سره شوه او هغه کتابونه چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته د ارزونې لپاره ورکړل شوي وو، راټول شول.
همدارنګه د شپږو میاشتو په دوران کې د کتاب ارزونې کمېسیون د فعالیتونو او کارونو بررسي هم تر سره شوه.
