د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره وکتل
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ په لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو کې د خپلسرو کیندنو د مخنیوي په موخه د دې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د لومړی ګڼې فرمان په اړه معلومات وړاندې شول او د لرغونو سیمو د ساتنې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وشو.
د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ امنیه قوماندان هم لرغونې سیمې د یوه ملت تاریخي هویت وبللې او ویې ویل: د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې به د دغو سیمو د ساتنې په برخه کې له هېڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړو او سرغړونکي به قانون ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده؛ کوهبند ولسوالۍ د کاپیسا له لرغونو سیمو څخه ده، چې ګڼې لرغونې سیمې او یوه له مشهورو تاریخي آبدو، د (خواجه خوان سعید ولي زیارت) هم لري، چې په دې سیمه کې د تاریخ د بېلابېلو دورو نښې نښانې هم لیدل کېږي.
۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق
