د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره وکتل

wasim_admin
خميس, أغسطس 27 2026 11:58 صباحا
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ په لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو کې د خپل‌سرو کیندنو د مخنیوي په موخه د دې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د لومړی ګڼې فرمان په اړه معلومات وړاندې شول او د لرغونو سیمو د ساتنې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وشو.
د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ امنیه قوماندان هم لرغونې سیمې د یوه ملت تاریخي هویت وبللې او ویې ویل: د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې به د دغو سیمو د ساتنې په برخه کې له هېڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړو او سرغړونکي به قانون ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده؛ کوهبند ولسوالۍ د کاپیسا له لرغونو سیمو څخه ده، چې ګڼې لرغونې سیمې او یوه له مشهورو تاریخي آبدو، د (خواجه خوان سعید ولي زیارت) هم لري، چې په دې سیمه کې د تاریخ د بېلابېلو دورو نښې نښانې هم لیدل کېږي.

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 08 2026 12:58 مساء
Background image

معاون شؤون النشر يعقد لقاءً مع صحفيي ننگرهار ومسؤولي وسائل الإعلام المحلية

عقد معاون شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، السيد مهاجر فراهي، بحضور رئيس رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية ننجرهار، مولوي ذبيح الله نوراني، لقاءً مع صحفيي الولاية وممثلي وسائل الإعلام. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 12:43 مساء
Background image

توزيع مواد مطبوعة للتوعية العامة بشأن المرسوم رقم (١٧)

في إطار مواصلة برامج التوعية الثقافية العامة، قامت وزارة الإعلام والثقافة بتوزيع بروشورات وكتيبات وأقلام ومواد مطبوعة توعوية أخرى أُعدّت للتعريف بالمرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 10:37 صباحا
Background image

تكريم الفائزين في مسابقة الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست، بالتعاون مع مؤسسة الكوثر الفكرية والثقافية، مسابقة في الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)، بمشاركة مئات من طلبة العلم، وذلك في مدرسة جامع دار. . .

BACK TO NEWS