د کابل ټایمز ورځپاڼې د ۶۴مې کلیزې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزیر پیغام

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۳۹
..

د هېواد د یوازینۍ انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼې، Kabul Times Daily د تأسیس د څلور شپېتمې کلیزې په ویاړ، د دغې رسنۍ ټولو ژورنالیستانو، لیکوالانو، تخنیکي او اداري کارکوونکو او قدرمنو لوستونکو ته د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم.
کابل ټایمز له شپېتو کلونو څخه زیاته موده د هېواد د رسمي غږ په توګه په نړیواله کچه مهم او اغېزناک رول ترسره کړی دی، دې ورځپاڼې د افغانستان واقعیتونه، لاسته راوړنې، فرهنګ، تاریخ او دریځونه نړیوالې ټولنې ته په مسلکي او مسؤلانه ډول رسولي دي او د بېلابېلو تاریخي پړاوونو په ترڅ کې یې خپل رسالتي مسؤولیت په پوره ژمنتیا ادا کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، رسنۍ د عامه پوهاوي، فرهنګي ودې او ملي یووالي د پیاوړتیا بنسټیز رکن ګڼي، کابل ټایمز د یوې دولتي رسنۍ په توګه د دقیق، متوازن او مسؤلانه اطلاع‌ رسانۍ ستر مسؤولیت پر غاړه لري او د هېواد د فرهنګي او دیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا کې یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي.
په دې نیکمرغه مناسبت کې د دې ورځپاڼې د پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو له صادقانه او نه ستړې کېدونکو هڅو مننه کوم او د لا زیاتو بریاوو هیله ورته لرم، هیله ده چې کابل ټایمز به د تعهد، تخصص او نوښت په رڼا کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور وړ رسنیز پل په توګه خپل ځلاند سفر ته دوام ورکړي.
په درنښت
شیخ شیر احمد حقانی 
د اطلاعاتو او کلتور وزیر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS