د ښوونيزو او خصوصي روغتيايي بنسټونو سره د همکاريو هوکړه‌ليکونه لاسليک شول

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۰:۵۲
....

د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د دغه رياست له يو شمېر ښوونيزو او خصوصي روغتيايي بنسټونو سره د بېوزله ځوانانو د لاسنیوي په موخه د همکاريو هوکړه‌ليکونه لاسليک شول، ترڅو بېوزله ځوانانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ۵۰ سلنه تخفيف برابر شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثيق د خصوصي بنسټونو ونډه د ټولنې د‌ خدمت په برخه کې ارزښتناکه وبلله او ويې ويل: دغه رياست ژمن دی چې د مؤثرو همکاريو د پراخولو له لارې بېوزله ځوانانو ته د زده کړې او روغتيايي خدمتونو په برخه کې اسانتياوي برابرې کړي.
نوموړي زياته کړه؛ دغه هوکړه‌ليکونه د ياد رياست د ملاتړ کوونکو پروګرامونو يوه برخه ده، چې موخه يې د بېوزله ځوانانو لپاره د زده‌کړې وده او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی دی.
د یادونې وړ ده، هغه ځوانان د ۵۰ سلنه تخفيف مستحق دي چې د ځوانانو چارو امريت له لورې يادو بنسټونو ته ور پېژندل کېږي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۵ ھ‍ـ. ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړو مسؤلينو د استاد حبیب الله رفيع عیادت او د خدمتونو ستاینه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين ښاغلي مولوي عتیق الله عزيزي، د وزارت مقام حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړيوال، د ټوليزو رسنيو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

لوګر کې د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته رورنیز سمینار وړاندې شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنیو  خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام مبارک دین. . .

BACK TO NEWS