د چارو ادارې لوی رئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزیر سره وکتل

moic_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۸:۵۷
meeting-AOP

د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزیر طاهر زهیر سره په کتنه کې د دغه وزارت د رهبرۍ په اصلاحي برنامو بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي زهیر په دغه وزارت کې د چارو د بهبود په موخه د خپلو لومړیتوبونو، ترتیب شویو اصلاحي برنامو او د هېواد فرهنګي مسایلو ته د پاملرنې په هکله معلومات وړاندې کړل.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د ښاغلي زهیر د اصلاحي لیدلوري هرکلی وکړ وې ویل، د افغاني فرهنګ د بډاینې او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه طرحو او برنامو ته پاملرنه د وخت اړتیا ده او ډاډ یې ورکړ چې د یادو طرحو د منظورۍ او تطبیق په برخه کې به د چارو اداره ورسره لازمه همکاري وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS