د ځوانانو چارو معین پروان ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد پروان ولايت ته د ځوانانو د ستونزو اورېدو په موخه سفر وکړ او د يو شمېر امارتي او محلي ادارو له مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره يې وکتل.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي شمس الحق صديقي د ځوانانو چارو معين او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ ځوانان د هيواد قوت او سرمايه وبلل او ويې ويل: لکه څنګه چې ځوانانو په تير شل کلن جهاد کې مهم رول درلود، دا مهال د فکري جګړې په وړاندې هم د دوی رول ډير مهم دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد وويل: پروان ولايت ته يې د سفر او ددې ناستې موخه د ځوانانو د ليدلوري، نظرياتو، ستونزو او غوښتنو اوريدل دي.
ښاغلي راشد د امنيت د تامينولو، د استقلال د ساتنې، د اقتصادي پروژو د تطبيق او پراختيا، د ټولنيز عدالت په تامينولو او ملي حاکميت د اسلامي امارت د هڅو او لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل: په اسلامي نظام کې هيڅ ډول بې عدالتي، ظلم، تضاد، تبعيض او نژاد پرستي نشته او ټول قومونه د هيواد خودکفايۍ او پرمختګ له پاره د يو او بل تر څنګ ولاړ دي، چې له برکته يې الحمدالله اسلامي امارت څو لويې اقتصادي او انکشافي پروژې تطبیق کړې او دې برخه کې يې ډير پرمختګ کړی دی.
همدا راز يې زرګونه ځوانانو ته د تحصیلي او کاري فرصتونو د رامنځته کولو يادونه وکړه او ويې ويل: اسلامي امارت د ځوانانو ظرفیت جوړونې ته ژمن دی.
په پای کې ځوانانو په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه دوی ته د کاري او تحصیلي فرصتونو برابرولو له امله مننه وکړه.
۱۴۴۶/۳/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۷ هـ ل
