د ځوانانو چارو معینیت: جوزجان کې شاوخوا ۳ زره تنه له بېلابېلو ښوونيزو کورسونو فارغ شوي

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۳
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ جوزجان ولایت کې درې کلن ښوونیز پروګرام څخه نږدې ۳ زره تنه ځوانان له بېلابېلو ښوونیزو څانګو څخه فارغ شوي دي.
د ځوانانو چارو معینیت سرپرست مولوي سید محمد سعید د علم او مهارتونو د زده ‌کړې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: د پوهې او تخصص ترلاسه کول فردي ودې او ټولنې ته د خدمت لپاره بنسټیز رول لري، غوره انسان هغه دی، چې نورو ته یې ګټه ورسیږي. 
ښاغلي سعید زیاته کړه؛ د ځوانانو چارو معینیت هڅه کوي، چې د ورته پروګرامونو د پلي کولو له لارې په ټول هېواد کې د ځوانانو علمي او مسلکي ظرفیتونه پیاوړي کړي.
د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي د دې ښوونیزې پروژې د تطبیق هرکلی وکړ او ویې ویل: د هېواد راتلونکی له ځوانانو سره تړلی دی، ځوانان باید د خپلو مسوولیتونو په درک کولو سره د عصري علومو او د ټولنې د اړتیا وړ مهارتونو زده ‌کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي: دغه ښوونیزه پروژه د درې کلونو په موده کې په درې پړاوونو کې تطبیق شوه، چې له مخې یې په مستقیم ډول ۲۷۵۴ تنه ځوانان د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ګرافیک ډیزاین، آنلاین کار(فریلانسینګ) او ویب ډیزاین له څانګو څخه فارغ شول.
مسؤلینو زیاته کړه؛ د دغې پروژې په وروستي پړاو کې ۶۳۱ تنه ځوانان فارغ شول او سربېره پر دې، شاوخوا ۱۹ زره تنه نور هم په غیرمستقیمه توګه د دې پروګرام له ګټو برخمن شوي دي.

۱۴۴۷/۸/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS