د ځوانانو ملاتړ ترلاسه کول موخو ته رسيدل دي

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۳۳
.........

دغه څرګندونې د خوست ولايت والي مولوي عبدالله مختار د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د ځوانانو د مشورتي او همغږۍ په غونډه کې وکړې.
غونډه د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شاه حسين مسجدي په وينا پيل شوه، نوموړي د خوست والي، د امارتي ادارو مسؤلينو او ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دغې ناستې جوړولو څخه موخه د ځوانانو پر مټ د اسلامي او ملي ارزښتونو تر څنګ د هېواد د ګټو د خونديتوب، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د لا ښې همغږۍ لارې چارې لټول دي.
په غونډه کې څو تنو ځوانانو د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اسانتياوو او د ځوانانو د انسجام لپاره د مرکزونو جوړېدو غوښتنه وکړه.
ورته مهال د خوست والي مولوي عبدالله مختار د ځوانانو غوښتنو ته د رسیدو ډاډ څرګند کړ او ویې ويل: خوښ يم، چې نن د فعالو او هڅاندو ځوانانو ترمنځ په مشورتي او د همغږۍ غونډه کې شتون لرم، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حيثيت لري، دوی چې د هر چا ملاتړ کړی، هغوی یې موخو ته رسولو دي.
ښاغلي مختار زياته کړه؛ د هېواد جوړول، له نورو هېوادونو سره سيال کول او د اسلامي نظام او وطن دفاع زموږ ګډ مسووليت دی، د دغو اهدافدو ترلاسه کولو په موخه د ځوانانو فعال او یو موټی پاتې کیدل اړین دي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر او د ځوانانو چارو آمر وویل: خوست د خپل ستراتيژيک موقعيت له مخي د ټول زون ځوانانو لپاره د زده کړو، کار او مسلکي روزنې غېږ پرانيستې ده، د خوست ځوانان د دين او وطن د دفاع په لار کې تل چمتو پاتې شوي او دا خبره يې په عمل کې ثابته کړې ده. 

۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS