د ځوانانو له وړيا ښوونيز مرکز څخه ۲۷۹ تنه ځوانان فارغ شول

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۴
...

په سمنګان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له وړیا روزنیز مرکز څخه ۲۷۹ ځوانان فارغ شول.
دغه ځوانانو د اکټید موسسې په همکارۍ د شپږو میاشتو په اوږدو کې په کمپیوټر، انګلیسي ژبه، د برقي وسایلو ترمیم، دري ادبیاتو او ویناوالۍ برخو کې روزنه ترلاسه کړه.
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر صبغت الله زرقاوي وویل: دا ځوانان اوس کولای شي، له خپلو زده کړو ګټه پورته کړي او د خلکو او خپل هېواد په خدمت کې ودرېږي.
فارغ شويو ځوانانو د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې ورته نورې روزنیزې برنامې هم برابرې شي.

۱۴۴۶/۶/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS