د ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
نن یک شنبه (۱۴۴۵/۱/۱۳ هـ ق) د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو سره د همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه.
په یاده غونډه کې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستيال مولوي محمد قاسم ریاض، د یاد ریاست د کلتور او ګرځندوي آمر، د لښکرګاه ښار تر څنګ، د بېلابېلو ولسوالیو ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې ښاغلي ریاض وویل، دا غونډه د ځوانانو د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې ده، ښاغلي ریاض ځوانان د هېواد د ملا تیر وبلل او زیاته یې کړه، ځوانان باید د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي په کارونو کې له پوره ژمنتیا، اخلاص او وفادارۍ څخه کار واخلي.
ښاغلي ریاض له ځوانانو څخه وغوښتل چې د نظام د بقاء لپاره مټې راونغاړي او د اسلامي امارت د مسؤلینو سره دې په ملکي او نظامي چارو کې همکاري وکړي.
په ورته مهال یو شمېر ځوانانو د يادې غونډې په جوړېدو خوښي وښوده او دا ډول غونډې یې د ځوانانو لپاره ډېرې اغېزمنې وبللې او د ورته نورو غونډو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
