د ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wali_admin
أحد, يوليو 30 2023 3:15 مساء
د ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

 

نن یک شنبه (۱۴۴۵/۱/۱۳ هـ ق) د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو سره د همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه. 
په یاده غونډه کې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستيال مولوي محمد قاسم ریاض، د یاد ریاست د کلتور او ګرځندوي آمر، د لښکرګاه ښار تر څنګ، د بېلابېلو ولسوالیو ځوانانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې ښاغلي ریاض وویل، دا غونډه د ځوانانو د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې ده، ښاغلي ریاض ځوانان د هېواد د ملا تیر وبلل او زیاته یې کړه، ځوانان باید د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي په کارونو کې له پوره ژمنتیا، اخلاص او وفادارۍ څخه کار  واخلي.
ښاغلي ریاض له ځوانانو څخه وغوښتل چې د نظام د بقاء لپاره مټې راونغاړي او د اسلامي امارت د مسؤلینو سره دې په ملکي او نظامي چارو کې همکاري وکړي. 
په ورته مهال یو شمېر ځوانانو د يادې غونډې په جوړېدو خوښي وښوده او دا ډول غونډې یې د ځوانانو لپاره ډېرې اغېزمنې وبللې او د ورته نورو غونډو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 21 2026 11:38 صباحا
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع المثقفين وإقامة مهرجان للألعاب الشعبية في ولاية سربل

نظّمت وكالة شؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعًا تنسيقيًا مع المثقفين ومهرجانًا للألعاب الشعبية في ولاية سربل، بحضور رئيس رئاسة الثقافة الشعبية، الحافظ سيف الرحمن محمدي. . .

أربعاء, أكتوبر 21 2026 10:39 صباحا
Background image

لجنة التحقيق في شكاوى وسائل الإعلام ومخالفاتها تعقد اجتماعها الدوري

عقدت لجنة التحقيق في شكاوى وسائل الإعلام ومخالفاتها اجتماعها الدوري في مقر وكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
واستعرض الاجتماع. . .

أربعاء, أكتوبر 21 2026 10:35 صباحا
Background image

ندوة تدريبية في بلخ حول مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي وتقدم البلاد

أقامت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بلخ ندوة تدريبية ليوم واحد بعنوان «مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي وتقدم البلاد»، بمشاركة رئيس شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، المولوي. . .

BACK TO NEWS