د ځوانانو اړوند فعالیتونه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۷
..

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هېواد په کچه زرګونو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې شوي دي، چې عمده یې عبارت دي له: د فریلانسر په توګه نړیوالو بازارونو کې په انلاین بڼه (۱۵۰۰) ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په کابل، ننګرهار، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او کندهار ولایتونو کې (۱۹۰۰۰) تنو ته د فریلانسینګ، کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ګرافیک ډیزاین، پروګرامینګ، د موبایل او کمپیوټر ترمیم او … برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو کې زرګونو تنو ځوانانو ته د انګلیسي او عربې ژبې، کمپیوتر پروګرامونو، املا او انشاء او وینا والۍ په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
(۴۰) خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف سره شاوخوا(۵۰۰۰) ځوانان پیژندل شوي دي.
د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو فکري اصلاح او علمي ظرفیت لوړولو په موخه زرګونو تنو ځوانانو ته روزنیز سیمینارونه او علمي سیالۍ جوړې شوې دي.
(۳۰۰) بېوزله زده کړیالانو او زده کوونکو ته د لیلیې اسانتیا برابره شوې ده.
ځوانانو ته د لا ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه (۳۰) کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکاریو ناستې ترسره شوې دي.

#ځوانان

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS