د پکتیکا په مرکز او څلورویشت ولسوالیو کې سيالۍ پیل شوې

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۳۹
www


پنجشنبه ( ۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګډون په څلور ویشت ولسوالیو کې د امـ ـارت پېژندنې کتاب سيالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په دوام نن په یحیی خېل ولسوالۍ کې د یاد کتاب د اخیستل شوې آزموینې پايلې اعلان او غوره ګډونوال په بېلابېلو ډاليو ونازول شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب وویل: هڅه يې دا ده، چې د فـ ـکري ویښتیا لپاره د مطالعې او سالم رقابت په اساس د ځوانانو ترمنځ دا ډول پروګرامونه ترسره او ځوانان پکې خپل استعدادونه وغوړوي.
نوموړي وويل: د مرکز په شمول یې په ټولو ولسواليو کې د دا ډول سیالیو چارې پیل کړې دي.
د ازموينې ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د مننې ترڅنګ وويل: دا ډول سيالۍ د ځوانانو د فکـ ـري اصلاح او له خپل تاريخه د ښۀ خبراوي لپاره اړينې دي، دوی غوښتنه وکړه، چې د فکـ ـري رغونې په برخه کې دې لا ډېرې هلې ځلې وشي.
د یادونې وړ ده, چې په ياده سیالۍ کې څه باندې (۲۰۰) تنو ځوانانو ګډون کړی و، چې په پای کې لومړي او دويم مقام ګټونکو ته ليپټاپ کمپيوټرونه، درېیم، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر پنځلسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې او کتابونه ډالۍ شول.

۱۴۰۳/۴/۲۸ هـ ل
۲۰۲۴/۴/۱۸ میلادي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS