د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون له بیا رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲۸
…

چهارشنبه ( ۱۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون له بیا رغونې وروسته په نوې او معیاري بڼه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي ثواب جان اسلام یار د کتابتون د پرانیست غونډې په وینا کې وویل: یو ځل بیا په دې توانیدلي يو، چې عامه کتابتون په مجهز ډول بیاورغوو او د غني کېدو لپاره يې ډیرې هڅې وکړو، دا مهال کتابتون کې د پښتو او دري کتابونو تر څنګ په عربي او انګلیسي ژبو شاوخوا ۱۴ زره ټوکه د مختلفو برخو کتابونه شتون لري.

د ښاغلي اسلاميار په وينا؛ د ا.ا.ا په راتګ سره دغه کتابتون ته تر ۴۰۰۰ زره ټوکه پورې کتابونه سپارل شوي او پلان لري چې کتابتون ته عصري، دیني، فکري او د نورو بېلابېلو برخو کتابونه راټول کړي، تر څو د لوستونکو لپاره د څېړنو په مرکز بدل شي.

د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج  وويل: د عامه کتابتون بډاینې او مجهز کولو لپاره ډیر کار شوی، چې له دې وروسته د کتاب او مطالعې مینوال کولای شي، چې د کتابتون کتابونو څخه په وړیا ډول ګټه واخلي.

د غونډې په وروستيو کې د پکتیا ولایت د شخصي کتابپلورنځیو مسؤلینو عامه کتابتون سره د همکارۍ ژمنه وکړه، او په ورته وخت کې يې ولایتي چارواکو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې چې د مسؤلینو لخوا د حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادولو وړ ده، چې د پکتیا عامه کتابتون له نن څخه ۵۸ کاله پخوا په ( ۱۳۴۵ هـ ل ) کال کې تاسیس شوی، چې تر چتر لاندې يې په سيدکرم، زرمت او څمکنيو ولسواليو کې هم عامه کتابتونونه موجود او فعال دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS