د پکتیا او لوګر ولايتونو له شاعرانو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۳۰
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر لوګر او پکتیا ولايتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولايتونو له لیکوالانو او شاعرانو او ترانه ويونکو سره د ادبي او فرهنګي هڅو د پراختیا او همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: لوګر د علم او ادب کور دی، داسې استعدادونه لرو، چې د هېواد په کچه پرې حساب کولی شو، په تېرو دریو کلونو کې لوګر په لوړه کچه د شعر، ترنم او لیکوالۍ برخو کې ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.
همدا راز د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مـولوي ثواب جان اسـلامیار په اسلامي او افغاني ټولنه کې د شاعر او شعر په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې، او ويې ويل: پکتیا کې شاعران د اسلامي نظام او ټولنې اصولو ته ژمن دي، هغوی د خپلو شعرونو او نورو ادبي لیکنو په واسطه خپل دین او کلتور ته په حقيقي ډول خدمت کوي.
بل خوا بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر شاعرانو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول هیواد کې د شاعر، لیکوال او ادبي بهیرونو ودې او پراختیا ته ژمن دي.
ښاغلي مستغفر له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو شعرونو کې اسلامي، کلتوري او نظامي خوندیتوب په نظر کې ونیسي، د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو څخه دې په کلکه ډډه وکړي، د شعر په ژبه دې ټولنه کې د ناوړه دودونو مخه ونیسي او هغه ورک کلتورونه، چې زموږ هویت او میړانه څرګندوي وستایي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې شاعران او لیکوالان باید د حاکم اسلامي نظام او ملي ارزښتونو څخه په بشپړه توګه دفاع وکړي.
مولوي مستغفر د مشاعرو د تنظیم په برخه کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی هدایات، لارښوونې او د مشاعرو د تنظیم توشیح شوي قانون په اړه د ناستې ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او له شاعرانو یې غوښتنه وکړه، چې د یاد قانون مواد په پام کې ونیسي او ټول موارد يې عملي کړي.
د لوګر او پکتیا ولايتونو لیکوالانو، شاعرانو او ترنم کوونکو هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې يې شريکې کړې، چې د مسؤلينو له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۱۲/۵ هـ ق
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS