د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو اړوند سلګونه اسناد او بېلابېل توکي وسپارل شول

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
..

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې او موزیم آمریتونو ته د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال او د تېر شل کلن جهادي بهیر د نظامي کمېسیون غړي مولوي محمداسحق ابو سعید له خوا سلګونه قلمه نسخې، تاریخي اسناد، کتابونه، مجلې او یو شمېر نور توکي وسپارل شول.
په سپارل شویو توکو کې ۳۱۱ کتابچې، کتابونه، مجلې، صادره او وارده کتابونه او بېلابېل لیکونه شامل دي، چې د تېر جهادي بهیر د خاطرو، فعالیتونو او تاریخي پېښو څرګندونه کوي همدارنګه یو پایه کمپیوټر، دفتري توکي او د اړتیا وړ یو شمېر نور وسایل شامل دي، چې د دفتري چارو په برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا جهادي موزیم او جهادي آثارو ساتنې آمریت ته تر دې وړاندې هم لسګونه تاریخي اثار، قلمي نسخې، اسناد او بېلابېل توکي سپارل شوي دي.

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د پکتیا او غزني ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وشوې.
دغې ناستې د رسنیو او ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (د ۱۴۴۸ د جمادی الاول ‌۲۸مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د شهیدانو اړوند سلګونه اسناد او بېلابېل توکي وسپارل شول

د پکتیا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د جهادي آثارو د ساتنې او موزیم آمریتونو ته د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ اداري مرستیال او د تېر شل کلن جهادي بهیر د نظامي کمېسیون غړي مولوي. . .

BACK TO NEWS