د پکتيکا له وړيا ښوونيزو مرکزونو څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۵۰
fghjk

د پکتیکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له وړيا ښوونيزو مرکزونو څخه په مرکز او پنځو ولسواليو کې د الکوثر فکري او کلتوري ادارې او پوهنې رياست سره په همږغۍ شاوخوا ۷۵۰ تنه ځوانان د ديني علومو، کمپيوټر پروګرامونو او ساينسي علومو په برخو کې له دريو میاشتنيو زده کړو ترلاسه کولو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا محمد امين حذيفه وويل: د ا.ا.ا له بيا ځلې واکمنۍ سره په دې ولایت کې ځوانانو ته د بېلابېلو علمي او تربيوي زده کړو غوره فرصتونه برابر شوي او پلان لري، چې په راتلونکي کې ياده لړۍ د پکتيکا نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د ځوانانو چارو آمر وويل: په تېرو دريو مياشتو کې يې په مرکز ښرنې، خيرکوټ، مټاخان، ارګون، برمل او يحيی خېل ولسواليو کې ځوانانو ته د ديني عقيدوي زده کړو، نبوي سيرت، فکري روزنې، امارت پېژندنې، کمپيوټر پروګرامونو، ساينسي علومو او عمومياتو پيل کړې درسي لړۍ په برياليتوب سره پای ته ورسوله.
نوموړي زياته کړه؛ د يادو ښوونيزو مرکزونو برياليو زده کوونکو ته يې د فراغت تصديق پاڼې هم ورکړې، تر څو په راتلونکې کې ترې ګټه واخلي.
د ښوونيزو مرکزونو فارغ شويو زده کوونکو هم د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې وستايلې او د ورته پروګرامونو د ترسره کولو غوښتنه يې وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په يادو شپږو ښوونيزو مرکزونو کې شلو تنو استادانو د تدريس چارې پر مخ وړلې.

۱۴۴۶/۹/۲۵ ل
۱۴۰۴/۱/۵ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS