د پکتيا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ګلبڼ میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۴:۲
.....

تېره ورځ د پکتيا ولایت اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د هنر او کلتور مديريت له لوري د ګلبڼ مياشتنۍ مشاعره ترسره شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار د دغې مشاعرې په هکله وویل، چې دا ډول ادبي او فرهنګي ناستې د ځوانانو، د شعر مينوالو او شاعرانو لپاره يو ښه فرصت دی، تر څو ادبي او کلتوري فعاليتونه لا پياوړي او ژوندي وساتل شي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج د مشاعرې ګډونوالو ته د خبرو پرمهال وویل، چې دا ډول ادبي پروګرامونو جوړولو ته زیاته اړتیا لیدل کېږي، په همدې اساس اطلاعاتو او کلتور ریاست هره میاشت ګلبڼ ادبي مشاعره جوړوي، نوموړي له شاعرانو او فرهنګپالو څخه وغوښتل چې په مشاعره کې ګډون وکړي.
شاعرانو او د شعر مينوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې د فرهنګپالو د يووالي او همغږۍ په موخه يې دغه مشاعره جوړه کړې وه. دوی زیاته کړه چې دا ډول مشاعرې او ادبي ناستې د فرهنګي هڅو لا غوړېدا لپاره خورا اړینې دي.
په دغه مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو، ځوانانو او د شعر مينوالو ګډون کړی و، چې خپل ترتيب کړي شعرونه يې د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.

۱۴۴۴/۱۲/۳ هــ ق
۱۴۰۲/۳/۳۱ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS