د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رياست عامه کتابتون ته ۲۵۷ ټوکه کتابونه وسپارل شول
تېره ورځ د پکتيا ولایت د اطلاعاتو او فرهنک رياست اړوند عامه کتابتون ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يوه پلاوي په واسطه د عامه کتابتونونو ریاست له لوري ۲۵۷ ټوکه د بیلابیلو برخو کتابونه وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وازرت د ولایتونو د جمع او قید د تشریح کارپوه محمد ادریس ارون وویل: یادو کتابونو کې دیني، سیاسي، اقتصادي، ادبي، فکري، هنري او د نورو برخو کتابونه موجود دي.
د پکتیا عامه کتابتون عمومي مدیر عبدالرحیم رحیمي وایي: کتاب او مطالعې ته د خلکو هڅونې په موخه یې د روان کال له پیله تر دې دمه ۵ لوی نندارتونونه مرکز ګردیز، زرمت، سیدکرم او څمکنيو ولسوالیو کې د عامه کتابتون له لوري او په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ترسره شوي دي، چې زرګونه ټوکه بیلابیل کتابونه پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم د کتابتونونو ریاست له لوري د پکتیا عامه کتابتون سره تر ۵۰۰ زیات دیني، اقتصادي، سیاسي او نورو کتابونو مرسته شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د تيرې شنبې په ورځ د پکتیا عامه کتابتون څخه لېدنه وکړه، د دې کتابتون د غنې کېدو او بډاینې لپاره یې د کتابونو د ورکړې ژمنه کړې وه، چې ياده مرسته د سرپرست وزير د ژمنې په تعقيب سره ترسره شوه.
۱۴۰۳/ ۳/ ۴ هـ ش
۲۰۲۴/۶/۲۴ میلادي
