د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم نړېواله ورځ ولمانځله

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۰:۲۲
...

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلینو د موزيم نړيواله ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ د یو شمېر امارتي ادارو استازو، فرهنګپالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د موزیم د نړېوالې ورځې په اړه د معلوماتو شريکولو تر څنګ د تاریخي او فرهنګي آثارو په ساتنې او خونديتوب ټینګار وکړ او ويې ویل: موزیم د ملي هویت په ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي میراثونو په لېږد کې حیاتي رول لري، دا مهال د دې ولایت محلي موزیم کې لسګونه تاریخي آثار موجود دي.
همدا راز ښاغلي ملکزاده د دې ریاست له لوري د تاریخي او فرهنګي آثارو د پېژندنې او ساتنې په برخه کې د ترسره کړو هڅو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ چې د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو په اړه د پوهاوي د لوړولو په موخه ګڼ پروګرامونه تر کار لاندې دي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS