د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئيس د تاريخي آبداتو په ښې ساتنې ټينګار وکړ
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملکزاده تېره ورځ د باختر خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د تاريخي آبداتو په ښې ساتنې ټینګار وکړ.
ښاغلي ملکزاده وويل: تاريخي آبدې او کلتوري ميراثونه د هېواد ملي سرمايه ده، د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سم يې ساتنې ته متعهد يو، نوموړي د دريو تاريخي آبدو د ثبت کولو څخه خبر ورکړ او په پنجشېر درې ولسوالۍ کې د برج بته تاريخي آبدې په کارونو کې د پرمختګ معلومات هم شريک کړل.
د ښاغلي ملکزاده په وينا؛ په پنجشېر ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين هيڅ چاته هم اجازه نه ورکوي چې خپلسرې کيندنې وکړې، چې په دې اړه يې خلکو ته اخطاريې هم ورکړې دي او الحمدالله په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري.
۱۴۴۵/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۴ هـ ل
