د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له ځوانانو سره ليدنه وکړه
یکشنبه (۴ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نصرالله ملکزاده په خپل کاري دفتر کې له يو شمېر ځوانانو سره ليدنه وکړه او ځوانان يې د افغانستان اساسي سرمايه وبلله.
د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس مولانا نصرالله ملکزاده وويل: د همدې ځوانانو د جهادي سرښندنو او هڅو برکت و، چې شل کلن اشغال پای ته ورسېدو، ښاغلي ملکزاده له ځوانانو وغوښتل چې د علم او کسب د ترلاسه کولو د هڅو تر څنګ دې له اسلامي نظام په کلکه ملاتړ وکړي او د ا.ا.ا. په ضد د تبليغاتو مخنيوی دې وکړي.
نوموړي زياته کړه؛ د ا.ا.ا. د خپلې پاليسۍ سره سم ځوانانو ته په کور دننه او بهر د تعليمي زمينې برابرولو هڅې کوي او په ځوانانو د سرمايه ګذارۍ له پلوه افغانستان لوړو مقامونو ته ورسوي.
د ليدنې په ترڅ کې ځوانانو د تعليم او تحصيل په برخو کې د ا.ا.ا. فعاليتونه وستايل او ويې ويل: مونږ له اسلامي امارت څخه د ملاتړ د ترلاسه په برخه کې له زړه څخه کار کوو او راتلونکي کې هم په خپلو فعاليتونو همداسې ژمن پاتې کيږو.
۱۴۰۳/۲/۲۳ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۲ میلادي
