د پروان پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو د عامه کتابتون او موزيم څخه لیدنه وکړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۲۰:۵۲
…

چهارشنبه( ۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) پروان ولايت کې د پروان پوهنتون زده کړیالانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له عامه کتابتون او موزيم څخه ليدنه وکړه، چې پر مهال يې د ياد ریاست د‌ځوانانو چارو آمر، د عامه کتابتون مدیر او د  موزيم مدیر شتون درلود.

د‌عامه کتابتون مدیر عبدالغفار رووفي د پروان پوهنتون زده کړیالانو ته ښه راغلاست ووایه او غوښتنه یې وکړه چې زده کوونکې باید د ورځنیو درسونو ترڅنګ مطالعې کولو ته هم وخت ورکړي، ترڅو علمي پانګه يې زیاته او راتلونکي کې بریالي وي.

ښاغلي رووفي وویل: د پروان عامه کتابتون کې د بیلابیلو برخو زرګونه کتابونه شتون لري او دا مهال د پروان ځوانان کولای شي له دې ځایه د مطالعې لپاره کتابونه واخلي.

همدارنګه د موزيم مدیر عبدالصبور صافي موزيم کې شته لرغوني آثار لیدونکو ته تشریح کړل او زیاته یې کړه چې یاد آثار د پروان ولایت اړوند سټوپې توپدرې، د بګرام ولسوالۍ کافر قلعه او نورو لرغونو سیمو څخه لاسته راغلي، چې د یادو آثارو لرغونتیا د ۱۰۰ کلونو نیولې تر ۲۰۰۰ کالو پورې رسېږي.

 د پروان پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې د مطالعې د ودې لپاره یې د ښوونیزو مرکزونو زده کوونکو ته د عامه کتابتون او موزيم څخه د لیدنې زمینه مساعده کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS