د پروان ولایت د خصوصي او دولتي رسنیو او ادارو د مسؤلینو تر منځ ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۳۱
1qwe

د پروان ولایت د خصوصي او دولتي رسنیو او ادارو یو شمېر مسؤلینو د پروان نوي والي مفتي محمد ادریس انوري سره د همږغۍ ناسته وکړه .
ياده ناسته کې د مطبوعاتي مسؤلینو په استازیتوب، د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي خبرې وکړې، نوموړي وويل: مفتي انوري په دې ولایت کې مخکې د مرستیال والي په توګه مهم خدمتونه ترسره کړي او له نوموړي يې د رسنيو او اطلاع رسونې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. 
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د رسنیو او ادارو له مسؤلینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ده له پلوه به د رسنيو غوښتنو او اړینو خدماتو ته په وخت رسیدګي وشي، هغه زیاته کړه؛ چې  خلکو او رسنیو ته خدمت زموږ دیني او اخلاقي وجیبه ده او د دوی غوښتنو ته به پر وخت رسیدنه کیږي. 
په پای کې نوموړي ټولو رسنیزو ادارو ته ډاډ ورکړ، چې د ولایت مقام د رسنیز دفتر په همږغۍ به په ټولو اړینو برخو کې همکاري وکړي، تر څو خلک له حقیقي او کره معلوماتو څخه برخمن شي.

۱۴۴۶/۵/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS