د ټيکا ادارې پلاوي د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه
د ترکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې (ټيکا) د افغانستان د پروګرامونو همغږي کوونکي فاضل اکین اردوغان د یو پلاوي په ملتیا د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې موخه د عامه کتابتونونو ریاست تر چتر لاندې د مرکزي کتابتون د عمومي مطالعې تالار او د ماشومانو تالار د تجهیز او تزئین د ترسره شویو چارو ارزونه وه، چې د ټيکا ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ تر سره شوې دي.
په دې لیدنه کې د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمتالله منتظر په افغانستان کې د علمي او کلتوري زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې د ټيکا ادارې له دوامدارو مرستو او هڅو مننه وکړه او ویې ویل: دا مرستې د لوست او مطالعې کلتور د پراخېدو لپاره ډېر مهم ارزښت لري.
د یادونې وړ ده، چې د ټيکا ادارې له خوا په دغو مرستو کې د مرکزي کتابتون د تالارونو لپاره د مېزونو او څوکیو برابرول، د کتابونو المارۍ، د هوا د تصفیې عصري سیستمونه او د ماشومانو لپاره ځانګړې برخه تجهیز او تزئین شامل دي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۷ ق
