د ټيکا ادارې پلاوي د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
Tue, Apr 15 2025 3:11 PM
زرل

د ترکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې (ټيکا) د افغانستان د پروګرامونو همغږي کوونکي فاضل اکین اردوغان د یو پلاوي په ملتیا د عامه کتابتونونو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې موخه د عامه کتابتونونو ریاست تر چتر لاندې د مرکزي کتابتون د عمومي مطالعې تالار او د ماشومانو تالار د تجهیز او تزئین د ترسره شویو چارو ارزونه وه، چې د ټيکا ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ تر سره شوې دي.
په دې لیدنه کې د عامه کتابتونونو رئیس حافظ نعمت‌الله منتظر په افغانستان کې د علمي او کلتوري زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې د ټيکا ادارې له دوامدارو مرستو او هڅو مننه وکړه او ویې ویل: دا مرستې د لوست او مطالعې کلتور د پراخېدو لپاره ډېر مهم ارزښت لري.
د یادونې وړ ده، چې د ټيکا ادارې له خوا په دغو مرستو کې د مرکزي کتابتون د تالارونو لپاره د مېزونو او څوکیو برابرول، د کتابونو المارۍ، د هوا د تصفیې عصري سیستمونه او د ماشومانو لپاره ځانګړې برخه تجهیز او تزئین شامل دي.

۱۴۴۶/۱۰/۱۷ ق

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 17 2026 2:19 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Youth Seminar in Samangan

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs held a seminar titled “The Role of Youth in Strengthening the Islamic System” for around 200 young people during an. . .

Sat, Oct 17 2026 1:09 PM
Background image

Public Awareness Meeting Held in Balkh on Decree No. 17 and Drug Prevention

The Balkh Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Alborz Scientific and Cultural Organization, held a large public gathering in Mazar-i-Sharif to. . .

Sat, Oct 17 2026 11:10 AM
Background image

Bakhtar News Agency head Visits Temporary Camp for Returnees in Kabul

Mawlawi Ehsanullah Hassan, head of Bakhtar News Agency and head of the Refugee Public Awareness Committee, and Mawlawi Shamsullah Zubair, head of the Kabul Provincial Department of. . .

BACK TO NEWS