د وياندويانو د کاري استقامت په اړه د عالیقدر امير المومنين حفظه الله د فرمان په اړه له مرکزي وياندويانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۹:۵۸
وزارت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وياندويانو د کاري چوکاټ په اړه له دوی سره د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله د فرمان تشريحي غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي، د نشراتو معينيت وارسي کوونکي مولوي ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت الله نړيوال، د دولتي ادارو د مطبوعاتو او نشراتو رئيسانو او وياندويانو برخه اخستې وه.
غونډه د قرانکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث نورالحق انور صاحب د اميرالمومنين حفظه الله فرمان په جامع ډول سره توضيح او تشريح کړو، د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله په فرمان کې يادونه شوې ده، چې د امارتي ادارو وياندویان مکلفيت لري، چې د ا.ا.ا. موخې، پاليسۍ، فعاليتونه، لاسته راوړنې او نور اطلاعات د خپل کاري چوکاټ او پالیسي په نظر کې نیولو سره رسنيز او خپاره کړي.
 ورپسې د مرکزي وياندويانو له لوري د فرمان اړوند پوښتنې وشوې، چې د ښاغلي انور صاحب له لوري په تفصيل سره ځوابونه ورکړل شول.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي غونډې ته په خپله وينا کې وويل: د اسلامي امارت ټولې تګلارې او پاليسۍ په داسې ډول ترتيب شوې دي، چې عملي کول يې د دواړو جهانونو د سعادت سبب ګرځي، د ا.ا.ا. هميشه اعتدال په پام کې نيولی دی، د کفري نړۍ له لوري د ډيرو سختيو سره بيا هم ا.ا. د معتدله پاليسۍ له امله بريالی شوی دی. 
په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چاور د معين مولوي قدرت الله جمال ویاندویانو ته توصیه وکړه چې په تاسو لوی باور او اعتماد شوی، نو تاسو هم په کامل اخلاص سره خپلو چارو ته متوجه شی.


۱۴۴۶/۲/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS