د ولس پاله اسلامي او ملي ځوانانو ټولنې غړو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۲۳:۲۴
....

د ننګرهار ولايت د ولس پاله اسلامي او ملي ځوانانو ټولنې مسوول او غړو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي نور محمد حنیف سره وکتل
د یادې ټولنې مسوول ولي الله سالارزي د اطلاعاتو او کلتور له رئیس څخه د چارو په ترسره کولو کې د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه ډېره مننه کوو، چې په ډېرو کمو او نشتو امکاناتو یې د ننګرهار ځوانانو لپاره ډېر څه وکړل، مونږ غواړو خپل ټول ځوانان په اسلامي او ملي روحیه وروزو او په هغو ځوانانو هم، چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي غږ کوو، چې خپل هېواد ته راشي او خپل کور کې د عزت ژوند وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یادې ټولنې مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په ځینو برخو کې يې ورته سپارښتنې هم وکړې.
۱۴۴۵/۶/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۶ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS