د وزارت مقام د دفتر رئيس سمنګانو ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان او ورسره مل پلاوي د سمنګانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د سمنګانو ولایت اطلاعاتو او کتلور رئیس مولوي فیروزالدین منیب له مرکز څخه راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ستونزې او ننګونې یې د وزات د مقام له ريیس سره شریکې کړلې او همدارنګه د سیمه ایز کلتور د ژوندي ساتلو په پار یې ورغلي پلاوي ته وړاندیزونه وکړل.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان خلکو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو، د افغاني کلتور، د تاريخي ابداتو او ودانيو په ساتنه، د ځوانانو د فکري انحراف په مخنيوي، د کتاب لوستنې د پراختیا او دود کولو او د سالمو رسنيزو پروګرامونو په ترويج ټينګار وکړ.
نوموړي همدا ډول د اطلاعاتو او کلتور ریاست مامورین وهڅول، ترڅو خپل مسوولیتونو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او د چوپړتیاوو د لا ښهوالي په موخه یې دوی ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
۱۴۴۶/۲/۲۸ ه ق
۱۴۰۳/۸/۱۰ ه ل