د وزارت مقام د دفتر رئيس سمنګانو ولایت ته سفر وکړ 

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۳۶
bhoi

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان او ورسره مل پلاوي د سمنګانو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د سمنګانو ولایت اطلاعاتو او کتلور رئیس مولوي فیروزالدین منیب له مرکز څخه راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ستونزې او  ننګونې یې د وزات د مقام له ريیس سره شریکې کړلې او همدارنګه د سیمه ایز کلتور د ژوندي ساتلو په پار یې ورغلي پلاوي ته وړاندیزونه  وکړل.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان خلکو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو، د افغاني کلتور، د تاريخي ابداتو او ودانيو په ساتنه، د ځوانانو د فکري انحراف په مخنيوي، د کتاب لوستنې د پراختیا او دود کولو او د سالمو رسنيزو پروګرامونو په ترويج ټينګار وکړ.
نوموړي همدا ډول د اطلاعاتو او کلتور ریاست مامورین وهڅول، ترڅو خپل مسوولیتونو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي او د چوپړتیاوو د لا ښه‌والي په موخه یې دوی ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

۱۴۴۶/۲/۲۸ ه‍ ق
۱۴۰۳/۸/۱۰ ه‍ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۵
Background image

برگزاری سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی در سرپل 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل به همکاری دفتر اکتید سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی را میان ۳۰۰ تن اشتراک‌کننده با هدف تشویق جوانان به کتاب‌خوانی، ارتقای سطح آگاهی فکری آنان و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۴
Background image

موزیم ملی

در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، (۸۰۰) قلم آثار مختلف در موزیم ملی ترمیم، محافظت و پاک‌کاری شده و (۶۳۰) قلم آثار دیگر نیز در موزیم‌های محلی ولایت‌های لوگر، غزنی، هرات و فاریاب ترمیم، محافظت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۰
Background image

ساحات باستانی

در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، تعداد ۱۹۵۳ قلم آثار باستانی به موزیم ملی، لابراتوار ملی و موزیم‌های ولایتی لوگر و ننگرهار انتقال داده شده است.
در همین مدت، در نتیجه حفریات باستان‌شناسی در. . .

BACK TO NEWS