د هېواد په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین اختریز پیغام ووېشل شو
د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د هیواد په مرکز او کندهار، فراه، هلمند، فاریاب، لوګر، پکتیا، بلخ، لغمان او... ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د عالیقدر شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله اختریز پیغام دوکاندارانو، موټر چلوونکو، عامو وګړو او ټولو ښاريانو ته په پراخه کچه ووېشل شو، همدارنګه د یادو ولایتونو تر ولسوالیو پورې هم ورسول شو.
د پيغام د وېش پر مهال ولسي وګړو خوښي څرګنده کړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب اختريز پيغام تر لاسه کوي، ولسي وګړي وايي، ځکه ډېر خوشاله يو، چې تر لسګونو کلونو وروسته ګډه خوشالي، يووالی او ورورولي راغلې، د اختر مېلې او تفريح مو په ډاډمنه فضا کې ترسره کيږي، چې دا زموږ له پاره د شکر ځای دی.
ولسي وګړو ډاډ وړاندې کړ، چې د خپل نظام او خپلو امنیتي ځواکونو سره به نه يوازې د اختر په شپو او ورځو کې همکاري کوي بلکي همېشه به یې ملاتړ او همکار وي.
۱۴۴۴/۱۲/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۵ هـ ش
