د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون ناسته وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۱۷
bbb

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر اوکلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د هېواد د تاریخي ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه. 
په پیل کې د کمېسیون ګډونوالو د هېواد د ځينو ولايتونو په شمول د کابل ولایت د يو شمېر ځایونو، واټونو او څلور لارو د نومونې او د نومونو په بدلون نظرونه ورکړل او له هر اړخیزو نظرونو وروسته ځینې لازمې پریکړې وکړې چې له مخې یې د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې تېر شوی نوی سړک دې د ملي دفاع پوهنتون سړک په نوم، د کابل ولایت د پنځمې حوزې اړوند فاضل بیک سیمه د فاضل بیک سړک او دیوان بیګي سیمه د دیوان بیګي سړک په نوم ونومول شول.
 ورپسې د کمېسیون غړو د کابل ښاروالۍ د غوښتنې په اړه د امنیت، کرزي او صدراعظم ښارګوټو د نومونو په اړه پرېکړه وکړه، چې د یادو ښارګوټو د اوسېدونکو د سهولت له پاره دې په همدې نومونو پاتې شي. 
همدارنګه کمېسیون د سرپل ولایت مقام د غوښتنې په اساس چې د ۵ څلور لارو د نومونو د بدلون غوښتنه کړې وه، پرېکړه وکړه چې کوم پخواني نومونه چې جامع او مناسب دي، هغه دې په خپلو پخوانیو نومونو پاتې وي او د شخص په نوم چې نومول شوي هغو ته دې نوي نومونه وټاکل شي.

۱۴۰۳/۱۰/۱۹ ه‍‌ ل
۱۴۴۶/7/7 هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS