د هډې اثارو د ترميمولو د پروژې روزنيز ورکشاپ جوړ شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په وينا سره نن د هډې اثارو د ترميمولو د پروژې روزنيز ورکشاپ په ملي موزيم کې په کار پيل وکړ.
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه روزنيز ورکشاپ د ملي موزيم رياست د امريکا د متحده ايالاتو د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتوت په همکارى جوړ کړى دى .د دغه روزنيز ورکشاپ د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين په خپله وينا کې وويل چې دغه ورکشاپ له نويو لارو چاروسره د لرغونو اثارو د ترميمولو د برخې د منسوبينو د زياتې بلدتيا په مقصد جوړ شوى دى او زياتره د هدې د اثارو پر ترميمولو چې په ملي موزيم کې دي متمرکز دى. هغه زياته کړه په دې روزنيز ورکشاپ کې د امريکا د شيکاګو پوهنتون دوه تنه ماهران په انلاين ډول او دغه راز د ملي موزيم ماهرانو برخه والو ته د تاريخي اثارو د ترميمولو د لارو چارو په باب لوست ورکوي.
پوهاند باوري وويل چې د لرغونو اثارو ترميمول په موزيمونو او لرغون پېژندنې په انسيتتوتونو کې له مهمو دندو څخه دي او زياتره هغه اثار چې د کېندنو په بهير کې د لرغون پېژندونکو په واک کې ورکول کېږي ماتې اوټوټې ټوټې دي. هغه زياته کړه له دې امله مهمه ده چې بايد د تاريخي اثارو د ترميمولو ماهران ولرو.
وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې روزنيز ورکشاپ کې د يوشمېر ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ او د مرکز د رياستونو د تاريخي اثارو د ترميمولو د برخې مسوولينو ګډون کړى دى او د هډې له لرغونو اثارو په استفادې سره به د اثارو د ترميمولو له نويو لارو چارو سره بلد شي .
دغه راز په دې مراسموکې د امريکا د شيکاګو پوهنتون د فرهنګي ميراثونو د مرکز رييس او په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د عامه اړيکو د ديپارتمنت د فرهنګي برخې مرستيال د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. هغوى په خپلو خبرو کې د دغه رونيز کارګاه د جوړولو په خاطر د ملي موزيم د نوښت قدرداني وکړه او خوښي څرګنده کړه چې د لرغونو اثارو د ترميمولو د روزنې په لاره کې د افغانستان له ملي موزيم سره همکاري کوي. دغه راز هغوى د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د خپلو زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
دغه روزنيز ورکشاپ دوه ورځې نور هم دوام کوي.
کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
