د هنر او کلتور معين د جاپان له سفير سره وليدل
یکشنبه ( ۱۵ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له سفیر (تکه يوشي کيورومي) سره په ملي موزیم کې د ياد موزيم د نوې ودانۍ د جوړښت او غني کولو په اړه لیدنه وکړه.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې جاپان تل د افغانستان د کلتوري بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار کړی.
همدا ډول د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د کابل په ملي موزیم کې د مختلفو مذهبونو او مختلفو دورو آثار خوندي دي، خو شته امکانات د اثارو د خوندیتوپ لپاره بسنه نه کوي، نوموړي د جاپان هېواد له سفیر څخه د ملي موزیم لپاره د نوی ودانی، د مجهز لابراتوار، د اثارو لپاره ډیپوګان او د نندارې لپاره د سالونونو جوړولو غوښتنه وکړه.
د ملي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد د جاپان له سفیر څخه مننه وکړه، چې د ملي موزیم څخه يې لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي موزیم د جاپان هیواد دوستانه مرستو ته اړتیا لري، تر څو دغه تاریخي بنسټ له هره اړخه مجهز شي.
د جاپان سفیر (تکه یوشي کیورومي) وویل: د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دي او ملي موزیم ته د راتګ هدف هم د ملي موزیم ارزونه ده، موږ د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره عملاً کار شروع کړی او ډير ژر به جاپاني لرغون پوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.
د جاپان سفیر د هنر او کلتور له معين او د موزيم له رئيس سره تر ليدنې وروسته د ملي موزیم له بیلابیلو برخو او آثارو څخه لیدنه وکړه او خوښي یې وښوده چې ملي موزیم کې د ټولو کلتورونو او ادیانو اثار خوندي او شتون لري.
