د هنر او کلتور معين د جاپان له سفير سره وليدل

wares_admin
أحد, فبراير 25 2024 2:37 مساء
…

یکشنبه ( ۱۵ د شعبان ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له سفیر (تکه يوشي کيورومي) سره  په ملي موزیم کې د ياد موزيم د نوې ودانۍ د جوړښت او غني کولو په اړه لیدنه وکړه. 
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د جاپان له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې جاپان تل د افغانستان  د کلتوري بنسټونو د غښتلتیا لپاره کار کړی.

همدا ډول د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د کابل په ملي موزیم کې د مختلفو مذهبونو او مختلفو دورو آثار خوندي دي، خو شته امکانات د اثارو د خوندیتوپ لپاره بسنه نه کوي، نوموړي د جاپان هېواد له سفیر څخه د ملي موزیم لپاره د نوی ودانی، د مجهز لابراتوار، د اثارو لپاره ډیپوګان او د نندارې لپاره د سالونونو جوړولو غوښتنه وکړه.

 د ملي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد د جاپان له سفیر څخه مننه وکړه، چې د ملي موزیم څخه يې لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي موزیم د جاپان هیواد دوستانه مرستو ته اړتیا لري، تر څو دغه تاریخي بنسټ له هره اړخه مجهز شي.
 
د جاپان سفیر (تکه یوشي کیورومي) وویل: د افغانستان کلتوري ارزښتونه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دي او ملي موزیم ته د راتګ هدف هم د ملي موزیم ارزونه ده، موږ د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره عملاً کار شروع کړی او ډير ژر به جاپاني لرغون پوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.

 د جاپان سفیر د هنر او کلتور له معين او د موزيم له رئيس سره تر ليدنې وروسته د ملي موزیم له بیلابیلو برخو او آثارو څخه لیدنه وکړه او خوښي یې وښوده چې  ملي موزیم کې د ټولو کلتورونو او ادیانو اثار خوندي او شتون لري.

تازه ترین اخبار

اثنين, أكتوبر 19 2026 3:23 مساء
Background image

لجنة تقييم الكتب تعقد اجتماعها الدوري وتقرّ طباعة عدد من المؤلفات

عقدت لجنة تقييم الكتب التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين( ٧ جمادى الأولى ١٤٤٨ هـ ق)، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وات. . .

اثنين, أكتوبر 19 2026 3:19 مساء
Background image

خوست تكثّف حملات التوعية بالمرسومين رقمي ١٧ و٢ للحد من العادات الخاطئة

وزّعت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست منشورات توعوية تتضمن مضامين المرسومين رقمي ١٧ و٢ الصادرين عن القيادة (حفظها الله)، وذلك بهدف الحد من العادات والتقاليد الخاطئة ورفع مستوى. . .

اثنين, أكتوبر 19 2026 11:47 صباحا
Background image

انعقاد ندوة علمية وبحثية بعنوان «بلخ عاصمة أفغانستان الثقافية ومفترق الحضارات»

عُقدت في مدينة مزار شريف، مركز ولاية بلخ، ندوة علمية وبحثية ليوم واحد بعنوان «بلخ عاصمة أفغانستان الثقافية ومفترق الحضارات»، بهدف التعريف بتاريخ ولاية بلخ وإرثها العلمي والثقافي،. . .

BACK TO NEWS