د هنر او فرهنګ معین د یوناما او اروپایي اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۴
.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا، د اروپایې اتحادیې، یونسف او یونسکو چارواکي سره وکتل.
په پیل کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د عامه کتابتونونو او هنرستان ریاست د فعالیتونو په اړه وویل؛ په تېرو ۲۰ کلونو کې د عامه کتابتون او هنرستان ریاستونو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې، عامه کتابتون چې په ټول هېواد کې تر ۹۰ ډېرې څانګې لري او هره ورځ سلګونه خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو دا بسنه نه کوي.
 ښاغلي عزیزي،  د یونما له مشرې څخه غوښتنه وکړه چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو ودانیو، دیجیټل سیستم او سیار کتاب خونو په برخه کې د یاد وزارت سره مرستې وکړي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا وویل: په افغانستان کې د سواد زدکړه یوه مهمه او حیاتي موضوع ده او زموږ د معلوماتو له مخې تر ۵ میلیونه ډېر ماشومان اوس هم زده کړو ته لاسرسی نه لري، موږ په افغانستان کې د بشري مرستو سربېره د سواد زده کړې، عامه کتاب خانې او هنرستان ریاست په برخه کې همکاري او د کتاب لوستنې یو ملي کمپاین ترسره کړو.
په پای کې ښاغلي عزیزي د یونما له مشرې سره د هېواد د تاریخي آبدو، لرغونو او کلتوري سیمو د ساتنې او استحکام، د تاریخي اثارو قاچاق او ناقانونه کیندنو مخنیوي په هکله خبرې وکړې او له نړیوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د تاریخي آبداتو په بیارغونه، ساتنه او د کارمندانو په روزنه کې ورسره رغنده ونډه واخلي.

۱۴۴۶/۴/۱۷ ه‍ ق
۱۴۰۳/۷/۲۹ ه‍ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS