د هنر او فرهنګ معین د قطر هیواد د موزیمونو له رئيس سره انلاین ليدنه وکړه

پنجشنبه( ۲۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د قطر د موزیمونو له اجرايوي رئیس محمد الرمیحي او د اسلامي موزیمونو رئیسې شیخه النصر سره په قطر کې د راتلونکي تاریخي آثارو نندارتون په اړه انلاین ليدنه وکړه.
په دې ليدنې کې د قطر هېواد د موزیمونو اجرایوي رئیس محمد الرمیحي د راتلونکي تاریخي آثارو نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د تاریخي آثار یوه ټولګه د دې نندارتون لپاره وروسپارل شي.
ښاغلي الرمیحي وویل: موږ به د افغانستان تاریخي آثار د نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم قطر هېواد ته انتقال کړو او ټینګار یې وکړ، چې د آثارو ساتنې، امنیت او ترانسپورت لپاره به دقیق تدابیر ونیول شي.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د قطر هېواد استازو ته د آثارو د لېږ په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ دا پروژه د افغانستان د فرهنګي میراث ساتنې او نړۍ ته د هغه د ارزښتونو پېژندنه کې مرسته کوي، د یاد نندارتون له لارې به افغان تاريخي آثار د نړیوالو کلتوري حلقو سره شریک شي، چې د افغانستان د تاریخي او کلتوري ارزښتونو په برخه کې به نړیواله پاملرنه جلب کړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه؛ د قطر د تاریخي آثارو په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د تاریخي اثارو شتون به د سیاحت صنعت ته پرمختګ ورکړي او دا به د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه خلک د افغانستان فرهنګ ته جذب کړي.
۱۴۰۳/۱۲/۳۰ ل
۲۰۲۵/۳/۲۰ ز