د هرات په ادبي ټولنه کې د خطاطۍ د بېلابېلو لیکدودونو تخصصي ازموینه واخیستل شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۵۲
..

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ادبي ټولنې له لوري د ۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ د خطاطۍ د بېلابېلو لیکدودونو د سویې ټاکلو تخصصي ازموینه ترسره شوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د فرهنګي او هنري پروګرامونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: د نورو فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ د خطاطۍ هنر وده د اسلامي ارزښتونو، فرهنګي هویت او د ځوان نسل د استعدادونو په څرګندولو کې مهم رول لري.
د هرات ادبي ټولنې رئیس وايي؛ دغه ازموینه د ټولنې د روزنیزو پروګرامونو په دوام ترسره شوه او ګډونوال د روزنیزو پروګرامونو له بشپړولو وروسته، د خطاطۍ د بېلابېلو لیکدودونو په برخه کې وارزول شول.
د نوموړي په وینا، د ازموینې پایلې به په څلورو برخو (ښه، عالي، ممتاز او فوق ممتاز) کې اعلان شي او هغه هنرمندان چې ښې نمرې یې ترلاسه کړې، تصدیق پاڼې به ورکړل شي او له دې ازموینې څخه موخه د خطاطۍ د زده‌کړو معیاري کول، د اسلامي اصیلو هنرونو زده‌کړې ته د ځوانانو هڅول او د فرهنګي پروګرامونو او نندارتونونو لپاره د غوره استعدادونو پېژندل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ادبي ټولنه هر کال د روزنیزو پروګرامونو، نندارتونونو او تخصصي ازموینو په ترسره کولو سره په خطاطۍ او نورو ادبي او هنري برخو کې د ځوانانو استعدادونو د ودې او پېژندلو زمینه برابروي.

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS