د هرات د ستر جامع جومات د پارک کارونه بشپړ او ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي؛ د هرات د ستر جامع جومات د پارک د جوړولو چارې بشپړې شوې، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دې پارک بیارغونه د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د شنو ساحو د رامنځته کولو، ولسونو ته د استراحت او د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو جذب لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې اغېزمن رول لري. د تاریخي آبداتو ساتنه او بیا راژوندي کول د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر تاریخي آبداتو د بیا رغونې چارې روانې دي.
ورته مهال د دغه پارک په بیارغولو کې د همکار ټیکا (TIKA) دفتر مسؤلینو وویل: ټیکا دفتر د فرهنګي او تاریخي پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د هرات ستر جامع جومات پارک د دې جومات تاریخي حیثیت ته په پام سره او د فرهنګي میراثونو د ساتنې له معیارونو سره سم جوړ شوی دی.
۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق
