د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین؛ چې په دې ولایت کې د دودیزې کاشي جوړونې هنر لا هم ژوند دی
د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي؛ چې په دغه ولایت کې د دودیزې کاشي جوړونې هنر لا هم دوام لري او هره ورځ شاوخوا یومتر مربع لاسي کاشي تولیدېږي، چې مالي ارزښت یې تر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې رسېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د تاریخي آبداتو د ساتنې مدیر وایي؛ دودیزه کاشي جوړونه هغه هنر دی، چې د غزنویانو، غوریانو او تیموریانو له تاریخي دورو څخه پاتې شوی او تر اوسه پورې دوام لري او دغه کاشي د تاریخي ودانیو په ښکلا او بیارغونه کې کارول کېږي.
د نوموړي په وینا؛ دغه هنر د هرات د تاریخي معمارۍ د ښکلا څرګندونه کوي، چې ساتنه یې د دغه ولایت د فرهنګي میراثونو د خوندي کولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
ورته مهال د لاسي دودیزو کاشي د تولید برخې مدیر وایي؛ دغه کاشي په دودیزه طریقه تولیدېږي او د جوړولو ټول پړاوونه یې همدلته په کارخونو کې ترسره کېږي، تولید شوې کاشۍ د هغو تاریخي آبداتو په برخو کې کارول کېږي، چې بیارغونې ته اړتیا لري. د دغو کاشیو د تولید طریقه ځانګړي خصوصیات لري او د استادانو مهارت د دودیزو طرحو او نقشونو په جوړولو کې مهم رول لري.
د دغه هنر یو شمېر استادان هم د دغه مسلک پر ساتنې او ځوان نسل ته د دې هنر د مهارتونو پر لېږد ټینګار کوي او وایي، چې د دې صنعت دوام کولای شي، د سیمه ییزو هنرونو په ساتنه او صنعت کارانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
۱۴۴۸/۵/۲۰ هـ ق
