د هرات اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني، چې د اطلاعاتو، د ګرځندوي، د تاريخي آبداتو د ساتنې آمر صاحبانو یې ملتیا کوله د کهندژ تاريخي سیمې څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي حقاني له دغې تاريخي سیمې څخه د ليدنې پر مهال دغه سيمه د هرات ولایت له مهمو تاريخي سیمو څخه وبلله او د تاريخي آبداتو پر ساتنه يې ټينګار وکړ.
ښاغلي حقاني د دغو تاريخي سیمو په ساتنه او د یادې تاریخي سیمو په شا او خوا کې یې د غیرې قانوني ودانیو پر جوړولو د مخنیوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، دغه سیمه له تاریخي پلوه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته ځانګړى اهميت لري.
د يادونې وړ ده، چې هرات ولایت تر ۸۰۰ ډېرې تاريخي سیمې لري، خو ډېرې يې بيارغونې ته اړتيا لري.
۱۴۴۵/۲/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۵ هـ ش
