د نیمروز ولایت د خبریالانو او رسنیو د استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
..

د نیمروز ولایت د خبریالانو او رسنیو د استازو سره نوبتي او د همغږۍ غونډه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د مرستیال والي سید سلیمان آغا بهیر په مشرۍ جوړه شوه، ناسته کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام، د اطلاعاتو آمر محمد ظریف یوسفزي، او د یاد ولایت د تصويري، غږیزو او چاپي رسنیو استازو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس حبیب ‌الله الهام په نیمروز کې د فعالو رسنیو په اړه معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل: د رسنیو سره همغږي، ملاتړ، د اطلاعاتو شریکول، د ستونزو اورېدل، او ورته رسېدنه د یادو غونډو اساسي موخې دي، چې هره میاشت ترسره کېږي.
همدا راز مرستیال والي د رسنیو د اهمیت او مسؤولیت په اړه خبرې وکړې، هغه وویل: رسنۍ باید د ټولنې واقعیتونه خپاره کړي، له اوازو او شایعاتو څخه ډډه وکړي، او خپل مسؤولیت په ريښتيني ډول ترسره کړي، نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې خپل رسالت په سمه توګه ترسره کوي.
په غونډه کې د خبریالانو او رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه مننه وکړه، چې د رسنیو سره یې ښې اړیکې او همکارۍ رامنځته کړي دي، هغوی خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او په ځینو مهمو موضوعاتو یې د نظرونو تبادله وکړه.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۵/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۸ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS