د نیمروز اطلاعاتو او کلتور رئيس د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره وکتل

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۲:۹
....

د اطلاعاتو او کلتور رياست د خبر له مخې تیره ورځ د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د سياحتي شرکتونو له مسئولينو او استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د سياحتي شرکتونو مسئولينو د اطلاعاتو او کلتور رياست له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ خپلې ستونزې له مفتي حبيب الله الهام سره شريکې کړې او د ستونزو د حل کولو غوښتنه يې وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام د سياحتي شرکتونو مسئولينو ته د قانون په چوکاټ کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له دوی يې غوښتنه وکړه، هغه شرکتونه چې تر اوسه د فعاليت جوازونه نه لري، بايد له قانون سره سم جوازونه ترلاسه کړي او خپلې کړنې د قانون په رڼا کې ترسره کړي.
۱۴۴۴/۹/۱۷ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۱۹ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS