د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د روزنيزو کورسونو دويم پړاو پرانيستل شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۱۴:۲۲
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د روزنيزو کورسونو دويم پړاو پرانيستل شو

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د روزنيزو کورسونو دويم پړاو نن په دغه ولايت کې پرانيستل شو.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس باختر آژانس ته وويل؛ په دې مرکز کې د ديني علومو ترڅنګ عصري علوم هم تدريس کېږي او اړتيا ده چې عصري علوم هم زده کړو .
هغه زياته کړه: دغه روزنيز کورسونه په لږو امکاناتو سره جوړ شوي ترڅو د ټولنې او ادارو اړتياوې پوره شي.
د یادونې وړ ده چې د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روزنیزو کورسونو دويمه دوره په ۱۴ ټولګیو کې د (کمپیوټر، انګلیسي، خطاطۍ، عربي، د بیان فن او د ژورنالیزم اساسات) د څه باندې ۳۵۰ تنو زده کوونکو په ګډون پیل شوى چې د نهو تنو استادانو له لوري لوست ورکول کېږي.
د دغو روزنیزو کورسونو لومړی پړاو د مخه پیل شوی و.

کابل/ د سلواغې ١١/ باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS