د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس سپین غر ولسوالۍ ته سفر وکړ
د ننګرهار ولایت دراطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف چې د پوهنتون استادانو او نورو کلتورپالو یې ملتیا کوله د سپین غر ولسوالۍ مامند درې او غني خېلو ولسوالۍ ته کلتوري سفر وکړ.
یاد پلاوي د سپین غر ولسوالۍ د مامند درې اسدخېلو کوچه تل کلي له هغه ساحې څخه هم لیدنه وکړه، چې څو کاله وړاندې امریکایي يرغلګرو ځواکونو پکې د نړۍ تر ټولو لوی بم غورځولی و او هم یې د غني خېلو ګولايي ساحه کې د مرحوم محمد ګل خان مومند له تاریخي کلا لیدنه وکړه.
په دې اړه ښاغلي حنیف وویل: تاریخي ځایونه او تاریخي آبدات د ټول ملت ګډه شتمني ده، ساتنه او حفاظت یې د ټولو خلکو ګډ مسؤلیت دی.
هغه وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د خپل اصیل کلتور په ساتنه او پالنه کې خپل مسؤلیت اداء او د خپلو خلکو خدمت وکړي.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون استاد دوکتور عزیزالله جبارخېل وایي: محمد ګل خان مومند د تورې او قلم خاوند و، هغه په خپل وخت کې د افغاني ټولنې د وحدت لپاره په زړه پورې کارونه کړي، چې اوس په دې عصر کې د هغه د تګلارو عملي کولو لپاره اړتیا ده.
همداشان د ننګرهار پوهنتون استاد محمد ابراهیم همکار هم کلتوري سفرونه د کلتور د پیاوړتیا لپاره ګټور وبلل.
۱۴۴۵/۵/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱ هـ ش
